د کابل د علماو شورا د شاه شهید د خونړۍ پېښې په غبرګون کې د پاکستان پر ضد د جهاد فتوا ورکړه او ویې ویل که پاکستان په افغانستان کې له لـاسوهنو او ترهګرو فعالیتونو لـاس وانخلی، نو افغانان به همـ په پاکستان کې ورته فعالیتونه وکړی.
د کابل علماو شورا دغه څرګندونې نن په هغه غونده کې وکړې، چې د کابل د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو همـ په کې ګډون کړی وو.
د کابل علماو د پاکستان پر هغه عالمانو، چې د افغانانو پر وړاندې د جهاد فتوار ورکړې او فتوا ورکوی، د پوښتنې په توګه وایی، چې د افغانستان ولس مسلمان ولس دی او دوی په کومـ شرعی دلیل د مسلمان پر وړاندې د جهاد فتوا ورکوی.
علماو په خپلو خبرو کې وویل(د پاکستان هغه علماو ته چې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوی زموږ پیغامـ دا دی، چې لکه تاسو چې په افغانستان کې جهاد روا ګڼی دغسې موږ همـ په پاکستان کې جهاد فرض عین ګڼو. موږ به همـ په پاکستان کې د هغه مجاهدینو مرسته وکړ، چې ستاسو د ولس او ستاسو د ظالمو نظامیانو پر وړاندې جهاد کوی، لکه تاسې چې زموږ بې ګناه ولس، ماشومان، مېرمنې، ځوانان او سپین ږیری وژنی موږ به همـ په پاکستان کې په ورته عمل لـاس پورې کړو.)
د کابل علماو شورا یو تن غړی مولوی عزیز الله مفلح په خپلو خبرو کې وویل چې دا ډېر د افسوس ځای دی، چې د یوه مسلمان له لـاسه بل مسلمان د شپې ارامـ خوب نه لری او په افغانستان کې یې دوهمه کربلـا جوړه کړې ده.
نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغانستان یو اسلـامی هېواد او د اسلـامی نظامـ لرونکی دی او هر څوک چې په دې خاوره کې د انسانانو وژنه روا بولی ځای یې جهنمـ دی.
ده وویل(که موږ ټانګ نه لرو، طیارې نه لرو، وسلې نه لرو، خو ایمان لرو، ایمان مو قومی دی، غیرت لرو، د افغانستان هر دښمن که په هره کچه زبرځواک وی، غاښ ماتونکی ځواب ورکولـای شو، د الله په خاطر موږ نور پرېږدۍ چې په ارامـ ژوند ورکړو، که دې ملت یو ځل بیا لـاس پورته کړ، نو بیا به د ورس او انګلیس په شان غاښ ماتونکی ځواب درکړی.)
د کابل د علماو شورا یو بل تن غړی وویل چې د پاکستان نظامی او استخباراتی ادارې ډېرې ظالمې او وحشی ادارې دی، چې هېڅ په لمانځه نه پوهېږی ان له دین او اسلـامـ نه خبر همـ نه دی.
دغه غړی په خپلو خبرو کې وویل(د پاکستان استخباراتی اداره ظالمـ ترینه او وحشی ترینه اداره ده، هغوی زموږ ځینی عالمان او ګډوال یرغمل کړی او د خپلو ګټو له پاره یې کاروی، دغه اداره او یو شمېر پاکستانی عالمان زموږ په خاوره کې ځانمرګی بریدونه کوی او هغه روا بولی په داسې حال کې چې افغانستان هغه مسلمان ولس دی، چې انګلیس او روس ته یې ماته ورکړې او د تاریخ په اوږدو کې یې جهاد کړی دی، نو په کومـ دلیل تاسو په موږ کې جهاد روا بولی)
نوموړی په خپلو خبرو کې دا همـ وویل چې د پاکستان ځینو ریښتیو عالمانو د پاکستان استخباراتی ادارې ته په وار وار ویلی، چې په افغانستان کې جهاد نه دی روا او د افغانستان بېګناه خلک مه وژنی خو په خبره یې د پاکستان څارګرې ادارې نه یوازې د هغه عالمانو خبرو ته اهمیت ورنکړ، بلکې هغوی یې و وژل.
د کابل علماو شورا دغه راز له ټول افغان ولس او په تېره بیا له والیانو او د ولس له استازو وغوښتل، چې په خپلو سیمو کې ان د پاکستانی کلدارو راکړې ورکړې مخه ونیسی او پاکستانی مالونه نور وانخلی.
دوی د افغانستان له ملی امنیت نه همـ وغوښتل، چې په ټولو ولـایتونو کې د پاکستانی کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوی وکړی.
باید وویل شی، چې د شاه شهید په خونړی برید کې نېږدې ۷۰ تنه ولسی وګړی و وژل شول او لږتـر لږه ۵۰۰ ټپیان شول، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
منبع: جمهور آژآنس
|
Tweet |